پوسټ کوډ ۲۵۱۵۱۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰ ۰۹:۴۳

د هالنډ محکمه: کریمیا ټاپو وزمه کې د لرغونو اثارو مالک اوکراین دی

د هالنډ استیناف محکمې حکم وکړ چې په کریمیا ټاپو وزمه کې اوکراین د لرغونو اثارو مالک دی.

دا هغه اثار دي چې کله روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کوله هالنډ ته امانت سپارل شوي وو.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

اوکراین د هالنډ د محکمې پرېکړه وستایله، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي وویل، دا له اوږده انتظار وروسته بریا ده.

دا لرغوني اثار د سیکای د سرو زرو په نوم یادیږي چې د کریمیا له څلورو موزیمونو او د کېف له یوه موزیمه هالنډ ته سپارل شوي وو.

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement