پوسټ کوډ ۲۵۱۵۱۸
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰
۰۹:۴۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
د ایران د تیلو په ټانکونو کې د سونګ د موادو ویش ګډوډ شوی

د ایران د تیلو په ټانکونو کې د سونګ د موادو ویش ګډوډ شوی دی. د ایران دولتي ټلوېزیون وایي چې دا د سایبري برید نتیجه ده.
د ایران ملي ټلوېزیون پرون د ایران د ملي امنیت د شورا د یوه چارواکي په وینا وویل، د تیلو پر ټانکونو له اوږدو کتارونو څخه څرګندیږي چې د ویش پر کمپیوټري سیسټم سایبري حمله شوې ده.
د ایران د تیلو وزارت وایي، د تیلو په ټانکونو کې سبسایډي یوازې د کارتونو له لارې ممکنه ده چې له دې امله یو شمېر خلک چې کارتونه نه لري د سونګ مواد ګرانه اخلي.
دې وزارت د دې ستونزې د هواري لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړه.