پوسټ کوډ ۲۵۱۵۱۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰ ۰۹:۲۷

ملګري ملتونه: د افغانستان نیم خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو استازیو پرون سې شنبه (د لړم ۴مه) په جنیوا کې د غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې د افغانستان نیم خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او باید بیړنۍ مرستې ورسره وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوراکي موادو د پروګرام 'ډبلیو.اېف پي) مشرې له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې د جنیوا غونډې ته وویل، افغانستان د نړۍ په یوه ستر بشري بحران بدلیدونکی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورله مخې، وچکالي، جګړو، کرونا وبا او اقتصادي بحران د افغانستان نیم ولس چې نژدې دوه ویشت میلیونه اته لکه ته رسیږي له سختې لوږې سره مخامخ کړی دی.

د ملګروملتونو په وینا دا په تېرو لسو کلونو کې د وږي خلکو تر ټولو لوړه شمېره ده چې دوی ثبت کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement