پوسټ کوډ ۲۵۱۵۱۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰ ۰۹:۲۳

د پاکستان صدراعظم عمران خان جنرال ندیم انجم د 'ای.اېس.ای' مشر وټاکه

د پاکستان صدراعظم #عمران_خان جنرال ندیم انجم د دغه هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې 'ای اېس.ای' د مشر په توګه وټاکه.

دا اعلان څو اوونۍ وروسته تر دې وشو چې ویل کېدل #د_'ای_اېس_ای' د مشر د ټاکلو پر سر د پاکستان د ملکي او نظامي چارواکو ترمنځ اختلافات پيدا شوی دی.

د پاکستان 'ای اېس.ای' له اوږدې مودې راهیسې تورنه ده چې له طالبانو او یو شمېر نورو افراطي ډلو سره اړیکي لري، خو اسلام اباد دا تورونه هر وخت رد کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون وویل، د صدراعظم او د پاکستان د لوی درستیز له ډېرو سلا مشورو وروسته #جنرال_ندیم_انجم د 'ای اېس.ای' د مشري لپاره غوره شوه.

دی به د نوومبر له شلمه خپل کار پیلوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement