پوسټ کوډ ۲۵۱۵۰۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۴ لړم ۱۴۰۰ ۱۵:۳۵

د ایران سفارت د افغانستان په تړاو د تهران د جوړیدونکې ناستې اجنډا په ډاګه کړه

په کابل کې د ایران سفیر ته ویلي، چې د روانې اوونۍ د چارشنبې په ناسته کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو او ټولمنلي حکومت په اړه خبرې وکړي.

 

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان  له آریانا نیوز سره په مرکه کې ندي ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ناستې ګډونوال به د افغانستان خلکوته د بشري مرستو د استولو او همداراز د اوږدمهاله او پراختیايي پروژو په اړه هم خبرې وکړي.

هغه وایي: تر یوه حده باید د افغانستان د خلکو لپاره د ژوندانه ښه شرایط برابر شي؛ نه یوازې د افغانستان له خلکو سره مرستې اړینې دي، بلکې اوږدمهاله او پراختیايي پروژې همه یو له هغو مسایلو دي، چې کولی شي د افغانستان د خلکو لپاره ښه شرایط برابر او په دې توګه خپله خپلواکي او آزادي وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ د تهران په ناسته کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د چین د بهرنیو چارو وزیر به په مجازي توګه په یاده ناسته کې ونډه ولري؛ خو تر اوسه په دغه ناسته کې د روسیې ګډون تائید شوی ندی.

ایران ندي ویلي، چې آیا اسلامي امارت یې هم یادې ناستې ته بللی کنه؛ خو د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې په یاده ناسته کې ګډون نکوي.

امینیان حرګندوي؛ په تېرو څو لسیزو کې د دغه هېواد حاکمانو د خپلواکۍ، عزت او امنیت په تړاو خپل لازم مسوولیتونه ندي پوره کړي. هیله من یم، چې د افغانستان اوسني چارواکي دغه مسوولیت درک او د خپلو خلکو ستونزې حل کړي.

که څه هم د پخواني حکومت چارواکو به تل پر ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تور پورې کاوه؛ خو اوس په کابل کې د ایران سفیر د پخواني حکومت پر چارواکو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د افغانستان د خلکو ستونزې حل او خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement