پوسټ کوډ ۲۵۱۴۸۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۴ لړم ۱۴۰۰ ۱۳:۳۱

ملګري ملتونه: افغانستان پر بشري ناورین د بدلېدو په حال کې دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.

انتونیو ګوتیریش دا خبره نن په خپل ټوېټر باندې کړې ده.

 

هغه په دې ټوېټ کې تر ژمي مخکې اړمنو ته د ژوند ژغورونکو موادو او امکاناتو د رسولو په برخه کې د وخت چټک تېرېدو ته هم اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر نړیوالو غږ کړی چې د اړمنو په لاسنیوي کې له دغه سازمان سره همکاري وکړي.

پرون د ملګرو ملتونو سازمان یو راپور هم خپور کړی و چې په کې د څه باندې ۲۲ میلیونو انسانانو د ژوند د وضعیت او خوراکي توکو ته د لږ لاسرسي په اړه اندېښنې ښودل شوې وې.

د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو پر اساس د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او د اړمنو خلکو شمېر په لویه کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement