پوسټ کوډ ۲۵۱۳۲۸
نیټه خپرول: شنبه ۱ لړم ۱۴۰۰ ۱۴:۵۰

امير خان متقي ته د خلکو غوسه، ډيورنډ يې رسمي پوله ګڼلې

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي له دې کبله د خلکو غوسې او توندو غبرګونونو سره مخ شوی، چې ولې يې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ګڼلې ده.

منتقدینو په ټولنيزو شبکو کې د متقي د اړوندو خبرو ويډيو هم خپره کړې او په دې اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دغه طالب وزير يادې څرګندونې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سفر پر مهال په ارګ کې نوموړي سره د يوه ګډ ويډيويي پيغام پر مهال کړي دي.

افغان ژورناليست ميرويس ستانکزي پر خپل ټویټر د متقي د دغو څرګندونو ويډيو خپره کړې او اعتراض یې پرې کړی.

د ښځو د حقونو فعالې هيله مجتبی طالبانو ته په خطاب کې ليکلي: (( په داسې پروپاګنده، ضد و نقیض او بې ځایه خبرو ولاکه ښه حکومتداري وشي.))

طالبانو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې دوی ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني.

خو منتقدین يې وايي، چې طالبان په دې خبرو افغانان غولوي او په رسمي مجلسونو کې د متقي په شان پاکستاني ملاتړو ته يې تابع دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي وروستی سفر له نورو غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.

د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي، چې د پاکستاني يو رسمي پلاوی په لومړي ځل د طالبانو په همدې واکمنۍ کې له ويزې پرته افغانستان ته سفر وکړ.

هغه افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی وباله او ټينګار يې وکړ، چې دغه هېواد د پاکستان له خولې څخه ډېره لويه مړۍ ده او پاکستان به يې هضم نه کړای شي.

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement