پوسټ کوډ ۲۵۱۳۲۷
نیټه خپرول: شنبه ۱ لړم ۱۴۰۰ ۱۴:۴۶

ناهيد فريد: طالبانو ته د انساني حقونو لومړني درسونه بايد له سره پیل کړو

د ښځو د حقونو افغان فعالې او د لغوه شوې ولسي جرګې غړې ناهيد فريد له نهيلۍ سره ويلي، چې له کلونو مبارزې وروسته اوس بايد له سره پيل او طالبانو ته د انساني حقونو لومړني درسونه وښيي.

هغې دا خبره په خپل ټویټر د يوې هراتۍ نجلۍ د هغه ويډيويي پيغام له خپرولو سره لیکلې، چې طالبانو نه دوی ته د زده کړو د اجازې غوښتنه کوي.

ناهيد فريد دغه وضعيت دردونکی ګڼلی، خو زياته کړې چې د هراتۍ نجلۍ دا پيغام او جرئت څرګندوي، چې افغانستان بدل شوی او طالبان بايد نننيو واقعيتونو ته په کتو ورسره تعامل وکړي.

دغې ښځينه فعالې ټينګار وکړ، چې د خپلو ازاديو تر لاسته راوړلو پورې به مبارزه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، دغې ډلې د ښځينه وو زده کړو ته تر شپږم ټولګي اجازه ورکړې، خو نور یې په زده کړو، کار او فعاليتونو بنديز وضع کړی.

طالبان په دې اړه د قیوداتو د ختمولو پرله پسې ژمنې کوي، خو عملي اقدام يې تر اوسه نه دی لیدل شوی.

دوی له دې کبله، په کور دننه د ډېرو ښځينه اعتراضونو تر څنګ د نړيوالو او په خاصه توګه د اسلامي هېوادونو تر سختو فشارونو لاندې دي.

د مصر د الازهر جومات ملا امام څه مودې مخکې په پښتو ژبه د يوه ټويټ له خپرولو سره، طالبان وهڅول، چې د ښځينه وو د زده کړو ممانعت پای ته ورسوي، خو طالبانو تر اوسه دې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement