پوسټ کوډ ۲۴۱۳۵۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۸ تله ۱۴۰۰ ۱۳:۴۵

امریکا: طالبان په داسې موقف کې نه‌دي چې د مرکزي بانک زېرمه وروسپارل شي

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت وایي، طالبان په داسې موقف کې نه‌دي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه وروسپارل شي.

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو پرون د سنا د بانکي چارو کمېټې ته په واشنګټن کې وویل چې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیز ادامه پیدا کړي او په ورته وخت کې د بشري مرستو لپاره لارې چارې ولټول شي.

وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه چې نږدې ۹،۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي، کنګل کړه.

واشنګټن وایي، تر هغو چې طالبانو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ژمنې نه‌وي په ځای کړي او د قطر د ۲۰۲۰ کال پر کړیو ژمنو یې عمل نه‌وي کړی، دا پیسې نه‌ورسپاري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement