پوسټ کوډ ۲۴۱۳۴۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۸ تله ۱۴۰۰ ۱۳:۱۹

طالبان: اقتصادي بحران له تېر حکومته په میراث راپاتې دی

طالبان وايي، اقتصادي بحران له تېر حکومت څخه ورته په میراث پاتې دی.

د پیسو نړیوال صندوق یا (IMF) د وروستیو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې و، د افغانستان اقتصاد به سږ کال له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې رکود سره مخامخ شي، د طالبانو د رسنيز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي بحران له تېر حکومت څخه ورته په میراث پاتې دی.

نوموړی وايي چې بشري سازمانونه دې د بد اقتصادي وضعیت په اړه د اعلامیې د خپرولو پر ځای لاس په کار شي او له خلکو سره دې مرسته وکړي چې له دې ناورین څخه وژغورل شي.

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) تېره ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې رکود سره مخامخ شي چې له امله به‌یې ډېری افغانان کډوالۍ ته مخه کړي.

د پیسو د نړیوال صندوق د راپور له مخې وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل نیولی افغانستان له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

خو ښاغلی کریمي وايي دوی هڅه کوي، د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د خبرو له لارې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي.

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement