پوسټ کوډ ۲۴۱۱۸۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۰ ۰۹:۵۸

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یو کور د چت پریوتو پېښه کې ۵ تنه وژل شوي

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

د سیمې یوه قومي مشر سیال خان نن دوشنبې ازادي ته وویل چې پېښه تېره شپه د سپین غر ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کوټې دچت د راپرېوتو له امله رامنځته شوې چې پکې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې ۲ مېرمنې او درې ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي دي.

نوموړی وایي، دغه پېښه د کوټې د چت د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement