پوسټ کوډ ۲۴۱۰۱۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۲ تله ۱۴۰۰ ۱۵:۲۴

پولیس: ناروې کې هغه بریدګر چې ۵ تنه یې ووژل، اسلام ته اوښتی و

په ناروي کې پولیس وايي، هغه ۳۷کلن ډنمارکی سړی چې د غشو او لېندې په وسیله یې پنځه کسان ووژل اسلام ته اوښتی و.

د پولیسو په وینا د دې سړي د افراطي کېدو له وېرې پولیس له نوموړي سره له مخکې تماس کې وو.

د یو نوکریوال پولیس افسر په شمول دوه نور کسان د چهارشنبې د ورځې په ماښام د ناروي د پلازمېنې اوسلو جنوب لویدیځ ته په ۶۸ کیلومترۍ کې پراته د کانګسبرګ ښارګوټي په جلا جلا سیمو کې ټپیان شوي هم دي.

د ناروې د پولیسو یو چارواکي اولې بریډروپ سایرود خبریالانو ته ویلي، له افرطیت سره د دې سړي د تړاو له کبله له مخکې وېره وه او نوموړی له ۲۰۲۰ میلادي کال راهېسې د پولیسو تر څار لاندې و.

په ناروې کې له ۲۰۱۱ میلاديکال را وروسته چې یو ښي اړخي افراطي سړي د ځوانانو پر یو کمپ برید کې ۷۷ کسان ووژل، دا لومړی ځل دی چې په یو بل برید کې په دې شمېر کسان وژل کېږي.

د مشکوک بریدګر وکیل ویلي چې پولیس له دې ډنمارکي تحقیقات کوي او نوموړی له پولیسو سره همکاري کوي.

له دې برید وروسته، په ناروې کې پولیسو ته چې په نورمال توګه بې وسلي وي امر شوی چې ځان سره دې وسلې وګرځوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement