پوسټ کوډ ۲۴۰۹۸۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۲ تله ۱۴۰۰ ۱۱:۴۰

په ناروې کې یوه کس د غشي او لیندۍ څخه په استفادې ۵ تنه وژلي

په ناروې کې پرون یو کس د غشي او لیندۍ څخه په استفادې پنځه تنه وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

دا پیښه د ناروې په کونګسبرګ ښار کې شوې او پولیسو ویلي، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا حمله کوونکي له کومې بلې وسلې هم کار اخیستی او که نه؟

تورن کس توقیف شوی او لومړنۍ څېړنې ښیي چې هغه دا حمله په یوازې سر کړې ده.

د ناروې صدراعظمې ایرنا سولبرګ له خلکو غوښتي چې ارام واوسي او وایي، وضعیت اوس د پولیسو تر کنټرول لاندې دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د دغه برید تر شا څه انګېزه پرته ده؟

تر دې مخکې په ناروې کې تر ټولو خونړۍ برید په ۲۰۱۱ میلادي کال کې شوی و چې یوه حمله کوونکي د ځوانانو پر یوه کمپ په ډزو ۷۷ تنه وژلي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement