پوسټ کوډ ۲۴۰۹۴۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۱ تله ۱۴۰۰ ۱۴:۰۷

جوزجان کې د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو

د جوزجان د کرنې ریاست له خوا د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو.

د کرنې، اوبو لګونې او وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړه ویلي چې د جوزجان په دوکوه ولسوالۍ کې یې یو ساختمان د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په خاطر جوړ کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ساختمان یې د ملګرو ملتونو د پراختايي موسسې او د چاپیریال ساتنې د نړیوال صندوق د اقلیمي خطرونو د کمولو پروژې په مرسته () په ۱۱ میلیونه افغانۍ جوړ کړی چې د جوزجان د کرنې ریاست له خوا یې کارونه پای ته ورسېدل.

دا ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې ۱۶ خونې او یوه د اوبو څاه لري.

د جوزجان د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دوکوه ولسوالۍ خلک به د سیلابونو د راوتلو پر مهال به له ډېر ستونزو سره مخ وو چې اوس د دې ودانۍ په جوړېدو سره کولی شي په اضطراري وختونو کې د پنا او ښوونځي په توګه ترې کار واخلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement