پوسټ کوډ ۲۴۰۸۶۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۰ تله ۱۴۰۰ ۱۳:۲۰

نامعلومو وسله والو جلال اباد کې یو مدني فعال وواژه

نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو مدني فعال په ډزو وواژه.

یوې ځایي روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند چهل متره سیمه کې د عبدالرحمن معاون په نوم یو مدني فعال په ډزو وویشت چې له پېښې نیم ساعت وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه پېښه چې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وشوه، عاملان یې له سیمې تښتیدلي او مسؤلیت هم تردې دمه چا نه دی منلی او نه یې هم ځایي مسؤلانو په تړاو څه ویلي دي.

عبدالرحمن معاون په اصل کې د لغمان د کشمنډ سیمې اوسېدونکی و چې له تېرې شااوخوا دوه لسیزو راهیسې په ننګرهار کې په مدني فعالیتونو بوخت و.

د عبدالرحمن معاون کورنۍ وایي چې دوی له هېڅ چا سره شخصي دښمني نه لرله.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستبو کې په ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې ډېرې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement