پوسټ کوډ ۲۴۰۷۸۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۰ ۱۱:۱۸

کام ایر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې وځنډول شوې

کام ایر هوایي شرکت وایي د پاکستان د پرېکړې په اساس اوس وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې ځنډول شوې دي.

د کام ایر هوايي شرکت د سوداګرۍ مسؤل سلیمان عمر تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "له دوو ورځو راهیسې د پاکستان دولت اطلاع ورکړې چې الوتنې دې تر بل امره بندې وي او هوايي شرکتونه نه‌شي کولای د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې ولري. په تمه یو چې دا محدودیت لیرې شي."

پاکستان تر اوسه پورې رسماً له افغانستان سره د الوتنو د ځنډولو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د دغه محدودیت تر لګېدو وړاندې کام ایر شرکت د اوونۍ درې پروازونه پاکستان ته کول او هم د پاکستان هوايي شرکت (پي‌ای‌اې) خپل تجارتي پروازونه افغانستان ته پیل کړي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement