پوسټ کوډ ۲۴۰۴۷۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۰ ۰۹:۴۸

د طالبانو د ویاند په ټویټرپاڼه بندیزونه ولګېدل

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر باندې بندیزونه لګېدلي.

پرون ماسپښين مهال د مجاهد پر ټویټرپاڼه د موقتي بندیزونو د لګېدو خبرداری ښکاره شو.

په دې لنډ خبرداري کې راغلي: "دا اکونټ موقتاً محدود شوی. د دې لپاره چې غیر معمول فعالیتونه ترې کېدل."

ذبیح‌الله مجاهد د څلورو لکو کسانو له‌خوا په ټویټر باندې تعقیبېږي او کلونه‌یې له دې لارې د طالبانو فعالیتونه منعکس کول.

د ټویټر له نویو بندیزونو سره د مجاهد له‌خوا د لیکنو او د نورو د پوسټونو د شریکولو اسانتیا بنده شوې، خو خلک‌یې لا هم پخواني پوسټونه کتلی شي.

د مجاهد په ټویټر باندې یوه ورځ وروسته له هغه بندیزونه ولګېدل چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټویټر په کمپنۍ انتقادونه وکړل.

ټرمپ چې ټویټر یې بند دی او اوس له قانوني لارو هڅه کوي خپله پاڼه بېرته ترلاسه کړي په تر ټولو وروستي بیان کې یې انتقاد کړی چې ټویټر د ده پاڼه وربنده کړه، خو د طالبانو پاڼې لا هم فعاله دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement