پوسټ کوډ ۲۴۰۴۴۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۱ تله ۱۴۰۰ ۱۱:۵۵

د اسپانیا یوه سیالۍ کې د افغان معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې ګډون

د افغانستان د معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې پرون د اسپانیا په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.

نیلوفر بیات او د هغې د ژوند شریک رامش نیکزي ته موقع ورکړل شوه چې پر څرخچوکیو (ویلچېر) د اسپانیا د بیلباو ښار په سیالۍ کې ګډون وکړي.

اغلې بیات له سیالۍ وروسته خپل احساسات داسې څرګند کړل: "ډېر ښه احساس کوم. اوښکې مې نه‌شم درولی. د ټولو له هرکلي ډېره مننه. دلته لوبه راته لوی ویاړ دی."

نیلوفر بیات له نږدې ۱۰۰ نورو افغانانو سره د اګسټ په ۲۰مه، یعنې د طالبانو تر واکمنېدو پنځه ورځې وروسته د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته پناه یووړه.

په پرونۍ مسابقه کې اسپانیايي لوبغاړو دواړو افغان لوبغاړو ته په ګلانو هرکلی ووایه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement