پوسټ کوډ ۲۴۰۴۲۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۱ تله ۱۴۰۰ ۰۹:۳۸

طالبانو خپلو امنیتي ادارو ته د پخواني ترجمانانو د احضارولو راپورونه رد کړل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یو شمېر هغه کسان‌یې امنیتي ادارو ته احضار کړي چې په دې هېواد کې یې له بهرنیو ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ادارو محکمې ته هېڅ یو پخوانی ترجمان نه احضار کړی او نه‌یې هم چاته ویلي چې محکمې ته دې حاضر شي.

ښاغلي نعیم دا ډول راپورونه رد کړل او هغه‌یې بې‌اساسه وبلل.

تر دې مخکې د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړی و چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره‌یې د ژباړونکو په توګه کار کړی و، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي.

د خبر له مخې ځیني ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه‌کړي د هغوی د کورنیو غړو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي.

تر دې مخکې د طالبانو په مشرۍ حکومت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق هم دغه راپورونه رد کړي او هغه‌یې یوه تبلیغاتي هڅه بللې وه.

نوموړی وايي، یو شمېر کسان په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې له هېواده بهر ووځي او په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement