پوسټ کوډ ۲۴۰۳۲۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۸ تله ۱۴۰۰ ۱۴:۴۰

ملګري ملتونه: بسپنه ورکوونکي دې د افغانستان په اړه چټک ځواب ورکړي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له بسپنه ورکوونکو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنې دې چټک ځواب کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوی د روان میلادي کال په پاتې میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱ میلیونه وګړو سره د بشري مرستو لپاره د ۶۰۶ میلیونه ډالرو چټکې بسپنې غوښتنه کړې چې تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه ورکړل شوي دي.

سټیفن دوجاریک له بسپنه ورکوونکو غوښتنه وکړه چې د زیاتو مړینو او کډوالیو د مخنیوي او د دې لپاره چې د خلکو کړاو راکم شي، باید په چټکو لارو مرستې وکړي.

بل خوا پرون د اروپايي ټولنې په بشري مرستو بار یوه الوتکه کابل ته رسېدلې ده.

د اروپايي کمېسون مشرې اورزلاون دیرلاین پر خپل ټویټر د دې خبر د خپرولو سربېره ژمنه کړې چې نورې مرستې به هم افغانستان ته واستوي.

هغې زیاتې کړې: "اروپايي ټولنه افغانستان ته د درې سوه میلیونه ایرو په ارزښت بشري مرستې برابروي."

د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې نړیوالې هڅې داسې مهال دي چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ د یوې نیمې میاشتې په پوره کېدو، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوي، مارکیټونه د خوړو او بانکونه د پیسو له کمبودي سره مخ دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement