پوسټ کوډ ۲۴۰۲۸۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۷ تله ۱۴۰۰ ۱۵:۵۸

روان کال ترکیې افغانستان ته د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي

د روان لمریز کال له پیله تردې دمه له ترکیې افغانستان ته د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

دا خبرې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای نن چهارشنبه (د تلې په ۷مه) د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لېدو پر مهال کړي دي.

د ترکیې سفیر وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې وه او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو ترکیې ته یې د افغانستان صادراتو اندازه ونه ښوده او ویې ویل، له افغانستانه د صادراتو کچه خورا لږ وه.

ترکیه غواړي د افغان توکو د صادراتو کچه لوړه کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري توازن رامنځته شي، هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ د انډول یوازینۍ لار په کورنیو سرچینو پانګونه ده.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترکي شرکتونو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي او د پانګونې ډېر فرصتونه ورته برابر کړي.

د ترکیې سفیر یادونه وکړه چې ترکي پانګوال چمتو دي په افغانستان کې لا ډېره پانګونې وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وویل، افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله، د پانګونې ډېری فرصتونه رامنځته شوي او ټېنګار یې وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې ساده کولو لپاره کار کوي، څو ملي او نړیوال پانګوال، په ځانګړي توګه د ترکیې پانګوال، له دې فرصته ګټه پورته کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement