پوسټ کوډ ۲۴۰۲۸۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۷ تله ۱۴۰۰ ۱۵:۵۲

د مالیې وزارت: د ملي پراختیا شرکت خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ملي پراختیا شرکت خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.

د مالیې وزارت نن چهارشنبه (د تلې په ۷مه) په یو بیان کې ویلي چې د دولتي شرکتونو لوی رئیس او د یاد ریاست مسوولینو د ملي پراختیا شرکت له رئیس او مسؤلینو سره د لېدو پر مهال ترې وغوښتل چې خپلې چارې دې په عادي ډول مخته يوسي او د پخوا په شان دې خپلي ملي پروژې روانې وساتي.

د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو د دولتي شرکتونو رئیس ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د ملي پراختیا شرکت د افغانستان د پراختیا او سمسورتیا لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دولتي شرکتونو لوی رئیس د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ته په ټېنګار وویل چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په هر ډول چې وي باید وساتل شي.

د ملي پراختیا شرکت فعالیتونه د طالبانو له واکمنۍ راهیسې درېدلي وو چې اوس یې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement