پوسټ کوډ ۲۴۰۱۴۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۴ تله ۱۴۰۰ ۱۲:۴۸

ملګري ملتونه: طالبان په عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولی

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، طالبان په عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولی.

سټيفن دوجاریک ویلي، د دوشنبې په ورځ به په عمومي اسامبلۍ کې په رسمي توګه غلام محمد اسحق زی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

اسحق زی د افغانستان د تېر حکومت سفیر و چې لا پر خپلې څوکۍ پاتې دی.

سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لېک کې له هغه غوښتي چې د طالبانو استازي ته په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون او وینا اجازه ورکړي، خو ملګرو ملتونو لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د اعتبار بښنې کمېټې هم د افغانستان په تړاو کومه ناسته او پرېکړه نه ده کړې، په دې معنی چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی محمد اسحق زی په خپل ځای دی.

د راپورونو له مخې طالبانو د خپل سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی چې لا ورسره ملګرو ملتونو موافقه نه ده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement