پوسټ کوډ ۲۴۰۰۹۲
نیټه خپرول: شنبه ۳ تله ۱۴۰۰ ۱۱:۵۷

جلال اباد کې چاودنې یو طالب سرتیری وژلی

په جلال اباد ښار کې چاودنې یو طالب سرتیری وژلی او د ۴ ملکیانو په ګډون یې ۷ تنه ټپیان کړي دي.

پېښه نن سهار شااوخوا ۸بجې د جلال اباد ښار امیر شهید بڼ ته نږدې په ګلدان کې د ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته تایید کړه چې له دغې پېښې سیمه ییز روغتون ته د یوه طالب سرتیري جسد او ۳ سرتیري او ۴ ملکیان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

تر دې وړاندې ځایي مسؤلو سرچینو ویلي و چې په پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی او سیمه کې اورېدل شوې ډزې طالبانو هوایي کړي دي.

د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement