پوسټ کوډ ۲۳۹۸۹۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۰ ۱۳:۴۳

د کرملېن ملاتړې د متحدې روسیې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې بری خپل کړی

داسې ښکاري چې د کرملېن ملاتړې د متحدې روسیې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې بری خپل کړی دی.

د روسیې د دوما یا د ولسي جرګې لپاره د درې ورځنیو انتخاباتو د نږدې په سلو کې ۷۱ رایو نتیجې ښیي چې متحدې روسیې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې ملاتړی دی، د دوما په سلو کې نږدې ۴۸ څوکۍ ګټلې دي.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د شمېرو له مخې د متحدې روسیې نږدې سیال‌یې کمونېست ګوند په سلو کې شااوخوا ۲۱ او ملت‌پال د لیبرال ډیموکراتیک ګوند په سلو کې اته رایې ګټلې دي.

په دغو انتخاباتو کې چې د مهم اپوزېسیون، د کرملېن د سخت منتقد الکسي ناوالنۍ ګوند غړي له کاندیدۍ محروم کړای شوي و، د بې‌نظمیو او درغلیو ادعاوې شوې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement