پوسټ کوډ ۲۳۹۵۸۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۰ ۱۰:۲۳

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره له ۶۰۰ ملیونه ډالره زیاتې مرستې هیله لري

ملګري ملتونه هیله‌من دي چې د جنوا په کنفرانس کې به چې نن جوړېږي، له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۰۰ ملیونه ډالره بسپنه راټوله کړي.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د یوه بشري بحران خبرداری ورکړل شوی دی.

د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه یعنې ۱۸ ملیونه وګړو عاجلو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې وچکالۍ او د نغدو پیسو او خوراکي موادو کمښت مرستو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات کړی دی.

په افغانستان کې د لوېدیځ پلوي حکومت له ړنګېدو او د طالبانو د چټکې بریا په نتیجه کې له دې هېواد سره د نړیوالو د ملیاردونو ډالرو د مرستې ناڅاپي بندېدو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر پروګرامونو فشارونه لا زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې دا سازمان د دغو پروګرامونو د تمویل لپاره کافي مالي سرچینې نه‌لري.

ګوترش د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ان دومره پیسې نه‌لري چې د خپلو کارکوونکو تنخواوې ورکړي.

د افغانستان لپاره د بسپنې راټولولو په ننني کنفرانس کې به د ګوترش په ګډون د دې سازمان جګپوړي چارواکي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس پیټر مورېر او دغه‌راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په ګډون د لسګونه هېوادونو استازي ګډون وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement