پوسټ کوډ ۲۳۹۴۲۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۰ ۱۱:۲۷

د افغان مېرمنو یوه ډله به د ۲۰۲۱ سخروف جایزې ته نوماندې شي

د اروپا په پارلمان کې سوسیالستانو او ډموکراتانو (S & Ds) پرون (د اګسټ اتمه) پرېکړه وکړه چې د افغان مېرمنو یوه ډله د ۲۰۲۱ سخروف جایزې ته نوماندې کړي.

دا افغان مېرمنې فعالانې، سیاستوالې، ژورنالیستانې او ښوونکې دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي او د طالبانو تر واکمنۍ دمخه په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بوختې وې.

سوسیالیستانو او دموکراتانو (S & Ds) په اروپایي پارلمان کې پر نورو ټولو سیاسي ډلو غږ کړی چې د سخروف جایزې لپاره د افغان میرمنو د نومونې ملاتړ وکړي.

د سخروف جایزه هر کال هغو اشخاصو، ډلو او سازمانونو ته ورکول کېږي چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ملاتړ کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement