پوسټ کوډ ۲۳۹۳۶۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۸

احمد ولي مسعود: پنجشېر په بشپړ ډول نه دی سقوط شوی

د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود وايي چې پنجشېر په بشپړ ډول سقوط شوی نه دی.

ښاغلي مسعود چې پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) د سویس په جنیوا ښار کې یوې غونډې ته خبرې کولې، دا هم وویل چې د ملي مقاومت جبهه هر ډول جګړې ته تیاره ده.

ده زیاته کړه: "داسې فکر مه کوئ چې که طالبانو سړکونه ونیول، بنجشېر یې هم نیولی دی، نه، پنجشېر یې نه دی نیولی. زرګونه جنګیالي په دره کې شته. هره شېبه ممکنه ده چې راشي او تاسو به یې ووینئ."

طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول پنجشېر یې نیول دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement