پوسټ کوډ ۲۳۹۳۱۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۰ ۱۱:۲۸

د اټمي وسلو په اړه له چین څخه د ناټو شکایت

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چین له خوا د اټمي وسلو د چټک خپرېدو په اړه د بیجینګ له نه روڼتیا شکایت کړی.

ظاهراً له دې شکایته د ده هڅه دا ده چې د چین مشرتابه وهڅوي، څو د وسلو د کنټرول نړیوالو مذاکرو ته کیني.

د دوشنبې په ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې په یوه نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال، سټولټنبرګ زیاته کړه چې د چین له خوا د زیاتو اټمي سروکو او د پېچلو سیسټمونو پراختیا محدودیت نه لري.

د ناټو سرمنشي داسې وخت د چین له خوا د اټمي وسلو د فعالیتونو د زیاتېدو ګواښ ورکړی چې په بېلابېلو راپورونو کې ویل شوي، د چین پوځ د نوېو راکټونو یا د راکټونو د نویو ویشتن ځایونو په جوړولو لګیا دی.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې چین د نړیوال قدرت په توګه د وسلو د کنټرول مسؤلیت لري.

مخکې، واشنګټن پوسټ په جون کې راپور ورکړ چې چین د راکټونو لږ تر لږه سل نوې ډېپوګانې جوړوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement