پوسټ کوډ ۲۳۹۱۹۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ وږی ۱۴۰۰ ۱۱:۴۷

نن د کابل د صرافانو لوی مرکز 'سرای شهزاده' پرانیستل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وايي چې نن شنبې به د کابل د صرافانو لوی مرکز شهزاده سرای پرانیستل شي.

خانجان الکوزي  ته وویل، دا پرېکړه د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو له چارواکو سره د صرافانو د ټولنې، د هېواد د خصوصي بانکونو د ټولنې او د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د استازو له خبرو وروسته وشوه.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې دې برخه کې به یو لړ ستونزې وي، خو هغه ډاډ ورکړ چې چارواکو یې د حل ژمنه کړې ده.

الکوزي وويل: "عمده خبره دا ده چې که صرافیانې خلاصې هم شي، خو چې افغانستان بانک خصوصي بانکونو ته پیسې ورنه کړي د صرافۍ مشکل به زیات وي. خو له موږ سره ژمنه شوې چې دا مشکلات به حل شي. افغانستان بانک دا خبره کړې چې موږ ستاسو مشکل درک کوو."

وروسته له دې چې طالبانو د زمري په ۲۴مه نېټه کابل ښار ونیو، په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو عادي بهېر وځنډېد، خو خصوصي بانکونو تېره اوونۍ په محدود ډول خپل فعالیت بیا پیل کړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement