پوسټ کوډ ۲۳۹۱۷۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ وږی ۱۴۰۰ ۰۹:۵۹

د نیوزیلنډ صدراعظمې د ټرورېزم ضد قوانینو کې د بدلونونو ژمنه وکړه

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردرن د دغه هېواد د ټرورېزم ضد قوانینو کې د بدلونونو ژمنه وکړه.

دا وروسته له هغې چې د اوکلنډ په یوه بازار کې په یوه تروریستي حمله کې اووه کسان ټپیان شول.

صدراعظمې نن د هغې حملې په اړه د نورو جزییاتو د څرګندولو پرمهال وویل چې دا به د هغه قانون پر تصویب کار وکړي چې دا مهال په پارلمان کې تر غور لاندې دی او له مخې به یې تروریستي حملې یو جرم وګڼل شي.

هغې زیاته کړه، هڅه به وکړي، چې دا قانون د دې میاشتې تر پای پورې تصویب شي.

د سریلانکا یوه وګړي چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې نیوزیلنډ ته تللی و او د داعش له افراطي نظریاتو د اغېزمنېدو له کبله له ۲۰۱۶میلادي کال راهیسې تر څار لاندې و، پرون د چړې په ګوزارونو ۷ کسان ټپیان کړل.

دی وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement