پوسټ کوډ ۲۳۹۱۳۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۰ ۱۴:۰۱

افغان چارواکي: ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه ۲۷۶ کانټیرونه را اوښتي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،په تېرو ۲۴ساعتونو کې له تورخم لارې ۲۷۶ سوداګریز کانټینرونه له پاکستانه افغانستان ته اوښتې دي.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند وویل چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د سوداګرو پرمخ پرانېستل شوي دي.

دی وايي: "د افغانستان ټولې لارې د سوداګرو پرمخ خلاصې دي، هېڅ مشکل نه شته،۲۷۶ موټر په ۲۴ساعتونو کې له پاکستانه راغلي دي،همدارنګه ۳۶۳ موټر له افغانستانه تللي دي."

نوموړي همدارنګه وویل چې د سوداګرو پر مخ یو شمېر خنډونه موجود دي چې ډېر ژر به حل شي.

ښاغلی مومند وایي، اړوندو مسوولینو ته یې ځینې وړاندیزونه کړي او هیله مند دي چې غوښتنې یې ومنل شي.

د دوی په وینا د سوداګرو غوښتنه دا ده چې یو سکېنر د افغانستان له لوري او یو هم د پاکستان له لوري ولګول شي، څو موټرونه په چټکۍ چک شي او ډېر وخت ضایع نه شي.

سوداګرۍ خونه وایي، اوس مهال په یو ساعت کې دوه موټر پرېښودل کېږي چې دې کار ستونزې رامنځته کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement