پوسټ کوډ ۲۳۹۰۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ وږی ۱۴۰۰ ۱۴:۳۲

کابل کې به سبا 'سرای شهزاده' پرانېستل شي

ټاکل شوې چې په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ سرای شهزاده سبا پنجشنبې پرانېستل شي.

د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل  ته وویل چې تمه ده نن له افغانستان بانک سره یوې پایلې ته ورسېږي.

دغه مارکیټ له تېرو څو اونیو راهیسې تړل شوی چې ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي.

که څه هم بانکونو په محدود ډول خپل فعالیت پیل کړی، خو لا هم د بانکونو اکثره څانګې بندې دي او خلک په اوږدو لیکو کې د پېسو اخېستلو لپاره انتظار کوي، خو د افغانستان بانک مسوولین ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته وګرځي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement