پوسټ کوډ ۲۳۹۰۲۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ وږی ۱۴۰۰ ۱۵:۵۸

ملګري ملتونه: طالبان دې افغانانو ته له هېواده د وتلو اجازه ورکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په خپرولو له طالبانو غوښتي چې افغانانو ته له هېواده د وتلو اجازه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې خپور شو، خو په کې د خوندي سیمې د رامنځته کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پرون د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وړاندیز وکړ چې د پاتې یو شمېر افغانانو د خوندي لېږد لپاره باید کابل کې یوه خوندي سیمه مشخصه شي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي، هر هغه کس چې له افغانستانه د وتلو قانوني اسناد ولري، دوی یې د وتلو مخه نه نیسي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې افغانان باید بشري خدمتونو ته لاس رسی ولري او دغه هېواد کې باید بشري حقونه خوندي او سیاسي جوړ جاړي ته زمینه برابره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement