پوسټ کوډ ۲۳۹۰۲۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ وږی ۱۴۰۰ ۱۵:۵۱

پر بانکونو د خلکو ګڼه ګوڼه؛ "د بانکونو څانګې دې هم پرانیستل شي"

د کابل ښار د بانکونو مخې ته په سلګونه کسان د پېسو اخېستو لپاره انتظار دي.

دوی وایي چې د خلکو ګڼه ډېره زیاته ده، خو په کابل ښار کې یوازې د عزیزي بانک همدا یوه مرکزي څانګه خلاصه ده او دوی د پېسو اخېستو لپاره له څوو ساعتونو راپه دیخوا په انتظار دي.

یو شمېر خلکو چې ان له دوو شپو ورځو دلته انتظار کړی غوښتنه کوي چې د کابل ښار په نورو سېمو کې دې هم د بانکونو څانګې خلاصې شي.

د بانک یو شمېر کار کوونکو تر دې وړاندې ویلي چې د افغانستان بانک ورته د اړتیا وړ پیسې په واک کې نه دي ورکړي، نو دوی اړ دي چې یوازې مرکزي څانګې پرانېزي او نور تړلي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement