پوسټ کوډ ۲۳۸۹۲۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ وږی ۱۴۰۰ ۱۶:۰۷

بریتانیا: له افغانستانه د خلکو د را ایستلو د ماموریت بشپړ شو

بریتانیا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو د ماموریت د بشپړولو اعلان وکړ.

د دغه هېواد صدراعظم بورېس جانسن نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې بریتانوي پوځیانو ۱۵۰۰۰ کسان را ویستل. په دې ډله کې ګڼ افغانان هم شامل دي چې له بریتانویانو سره یې کار کړی.

بورېس جانسن بیا د پیغام په یوه برخه کې وویل چې نه یې غوښتل په دې شکل له افغانستانه ووځي: "که څه هم موږ داسې نه غوښتل په دې شکل راووځو خو باید پوه شو چې موږ له متحده ایالاتونو سره لاړو د امریکا د دفاع او ملاتړ لپاره. امریکايي پوځیانو د جګړې لویه برخه ترسره کړه. که څه هم موږ اوس په ګډه له امریکا سره راوځو، خو په سیمه کې به فعاله یو. خپلې بشري او انکشافي مرستې دوه چنده کوو ۲۸۶ میلیونه پونډو ته یې رسوو سږ کال. په ګډه به له خپلو متحدینو امریکا او اروپا سره او نړۍ له طالبانو سره به په تماس کې یو د هغه څه په اساس نه چې هغو یې وايي بلکې د هغه څه له څه مخې چې ترسره کوي یې."

د اګسټ له څوارلسمې راهیسې ګڼو لویدیځو او اسیايي هېوادونو له افغانستانه د خپلو خلکو او افغان همکارانو د ایستلو عملیات پیل کړل.

ګڼو هېوادونو له خپل لوري د عملیاتو بشپړول اعلان کړي، خو امریکا لا هم په دې لټه کې ده چې د اګسټ تر یودېرشمې خپل خلک او افغان همکاران وباسي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement