پوسټ کوډ ۲۳۸۹۲۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ وږی ۱۴۰۰ ۱۶:۰۲

سمندري توپان له مکسیکو څخه لویزیانا ساحل په لور ورغلی

سمندري توپان ایدا له مکسیکو خلیجه په تېرېدو د ویجاړونکي ځواک سره د متحده ایالاتو جنوبي ایالت لویزیانا ساحل په لور ورغلی.

د متحده ایالاتو چارواکي غواړي د لسګونو زرو کسانو لپاره چې له خپلو کورونو به بې ځایه کېږي د سرپناه غم وخوري.

ډېری خلک له خپلو کورونو د وتلو له امر وروسته تښتیدلي دي.

اوس د لوزیانا ټولې لارې له ګڼې ګوڼې سره مخ دي او د تیلو ټانکونه خالي شي.

شپاړس کاله مخکې، د کټرینا توپان په لوزیانا او مسیسپي کې اتلس سوه کسان وژلي وو.

توپان نن ورځ داسې وخت د لویزیانا په لور خوځیدلی چې هلته روغتونونه د کووېډ-۱۹ له ناروغانو ډک دي.v

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement