پوسټ کوډ ۲۳۸۹۱۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ وږی ۱۴۰۰ ۱۲:۳۰

صرافان: د افغانستان بانک د بانکونو د ژر پرانیستو ډاډه را کړی

په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان بانک مسوولینو ډاډ ورکړی چې ډیر ژر به بانکونه او صرافۍ پرانېستل شي.

نوموړی وایي:"موږ په تېره یوه اونۍ کې د اقتصادي کمېسیون مسوولینو سره په مالیې، تجارت او سوداګرۍ خونه کې ناسته درلوده اوهمدارنګه پرون موږ د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره لیده کاته درلوده،دوی په تمامه معنا موږ ته ډاډ را کاوه چې د یو منظم میکانېزم پر بنسټ به هم مهاله د بانکونو د پرانیستې په وخت کې شهزاه سرای هم پرانېستل شي“

نوموړي له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د هېواد ناسم اقتصادي وضعیت ته جدې پام وکړي.

د دغې ټولنې مسوولین وایي، که سرای شهزاده نور هم تړلی پاتي شي خلک به له لوی ناورین سره مخ شي.

دوی وایي،که څه هم د افغانستان بانک پرون ژمنه کړې وه چې نن یکشنبې به ټول بانکونه پرانېستل شي خو لاهم بانکونه تړلي دي.

په کابل او ولایتونو کې بانکونه او سوداګریزې چارې له تېرو دوو اونیو راهیسې بندې دي او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement