پوسټ کوډ ۲۳۸۷۲۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ وږی ۱۴۰۰ ۱۴:۳۸

روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ

روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د دفاع وزارت مرستیال خالد بن سلمان په ټویټر لیکلي چې دا تړون‌یې پرون له خپل روسي سیال الکساندر فومن سره لاسلیک کړ.

د هغه په وینا، هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري پراخه شي.

دا تړون روسیې ته د سفر پر مهال لاسلیک شوی و، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

سعودي عربستان په نړۍ کې د وسلو ستر واردوونکی دی.

روسیه هم تر وروسته په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادروونکی هېواد دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement