پوسټ کوډ ۲۳۸۷۲۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ وږی ۱۴۰۰ ۱۲:۵۵

امریکایي چارواکي: له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات ساری نه‌لري

د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د هغو امریکایي عسکرو ستاینه وکړه چې په کابل کې د خلکو د را ایستلو په اسانچارۍ او همکارۍ کې بوخت دي.

جک سولیوان دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته له کابله د امریکایانو، بهرنیانو او هغو افغانانو د را ایستلو په تړاو جزئیات ورکړل چې له خطر سره مخ دي.

ده وویل، د هوا له لارې له افغانستان د خلکو د را ایستلو اوسني عملیات په تاریخ کې ساری نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "هغوی (امریکایي عسکرو) د اګسټ له ۱۴مې څه باندې ۳۷ زره کسان له هېواده را ایستلي دي. امریکایان، د درېیمو هېوادونو اتباع، زموږ افغان متحدین او هغه افغانان چې له تعقیب او یا له هغه د لازیات ګواښ سره مخ دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ امریکايي پوځي الوتنو ۱۰،۴۰۰ کسان له کابله را ایستلي. په دې سربېره د ائتلاف ۶۱ الوتکو کې ۵،۹۰۰ نور کسان را ایستل شوي. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۶،۰۰۰ زیات کسان او ساعت په ساعت دا پروازونه دوام لري."

 

کابل تېره اوونۍ د طالبانو لاس ته ولوېد. په دې سره د امریکا په شمول د ګڼو لوېدیځو او نورو هېوادونو چارواکو هڅې ګړندۍ کړې چې په افغانستان کې مېشت خپل اتباع، ډیپلوماتان او افغان همکاران وباسي.

امریکا د دې عملیاتو لپاره خپل عسکر د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې مېشت کړل. هغه هوایي ډګر چې په‌کې بهر ته د تلو لپاره لسګونه زره افغانان زاړه، ځوانان، ښځې او ماشومان ورټول دي. په هوايي ډګر کې لا هم د خلکو ګډوډي نه‌ده کراره شوې ان تر دې چې هره ورځ د یو نیمې پېښې او ډزو راپورونه خپرېږي چې په‌کې خلکو ته هم مرګ‌ژوبلې اوړي.

امریکا د دې ترڅنګ چې د خلکو د محفوظه را ایستلو د پروسې لپاره په هوايي ډګر کې خپل زرګونه عسکر ګمارلي او تر ډېره د هوايي ډګر دننه چارې تنظیموي، خو د ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش د احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنه لري.

د ملي امنیت سلاکار وویل امریکایي قوماندانانو ته هر اړخیز صلاحیت ورکړل شوی چې د یادو ګواښونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري.

 

ښاغلی سولیوان زیاته کړه: "له دې سره هم‌مهاله چې موږ دا عملیات ترسره کوو په هوایي ډګر باندې د داعش خراسان ډلې یا نورو ترهګرو ډلو د بریدونو په وړاندې ډېر لوړ چمتووالی لرو او بیداره یو. په سیمه کې زموږ قوماندانانو اړین اقدامات کړي چې د دې ډول برید په وړاندې اماده وي. زموږ ولسمشر هم قوماندانانو ته د هر ډول امکاناتو اجازه ورکړې څو د دغسې بریدونو پر ضد تیاری ولري."

د دوشنبې په ورځ سهار وختي د حامد د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې په ډزو کې یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دا خبره د جرمني وسله‌والو ځواکونو چې په هوايي ډګر کې د خپلو خلکو په ایستلو بوخت دي یوه اعلامیه کې کړې ده.

په دې انلاین خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې ډزې د ناڅرګندو وسله‌والو او د امریکا، جرمني او افغان ساتونکو ترمنځ تبادله شوې.

تر دې مخکې د بریتانیا پوځ ویلي و چې د کابل له هوايي ډګره بهر د تېرې یوې اوونۍ په ګډوډۍ کې لږ تر لږه اووه افغانان وژل شوي دي.

د ناټو یو چارواکي بیا ویلي چې په تېرو اوو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر شااوخوا ۲۰ افغانان وژل شوي چې ځیني یې په ډزو وژل شوي او ځیني یې تر پښو لاندې شوي دي.

 

طالبانو په کابل د روانې ګډوډۍ پړه پر امریکا او ناټو متحدانو یې اچولې ده. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسون مشر ملا امیر خان متقي وايي، "هېڅوک محصور نه‌دي، هر څوک کولای شي د دنیا هر ګوټ ته د او پاسپورټ له لارې ولاړ شي."

د راپورونو له مخې لسګونه زره کسان چې په‌کې اسناد لرونکي او بې‌اسناده خلک شامل دي د کابل هوايي ډګر شااوخوا ټول شوي.

د خلکو دې هجوم ځینې زړه بوږنوونکې پېښې هم رامنځته کړي چې یوه‌یې په روانه الوتکه کې د لسګونه کسانو نښلېدل او بله یوه پېښه له الوتکې نه په نیمه هوا کې د هغو کسانو رالوېدل و چې ځانونه‌یې د ټایرونو سره کلک نیولي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement