پوسټ کوډ ۲۳۸۷۱۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ وږی ۱۴۰۰ ۱۲:۲۹

د جي اوه هېوادونه نن پر افغانستان غونډه کوي

د رویټرز د خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د جي اوه هېوادونو په نننۍ (سه‌شنبه د وږي په دویمه) انلاین کې غونډه کې به د امریکا پر ولسمشر جوبایډن دا فشار راوړل شي، چې له افغانستان نه د زرګونه کسانو ایستلو لپاره نور وخت هم وغواړي.

دا غوښتنه به ځکه کېږي، چې د کابل هوایي ډګر په دروازو کې د ولاړو خلکو شمېر خورا زیات دی او د اګېسټ ۳۱ مه نېټه په رانږدې کېدو ده.

د روانې اګېسټ میاشتې په ۱۵ مه چې طالبانو کابل ونیو، د همدغې نېټې راهیسې د کابل پر هوایي ډګر زرګونه خلک ورسم شوي او غواړي افغانستان پرېږدي.

د یوه ډېپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې بهرني ځواکونو په دې هڅه کې دي، چې د اګېسټ پر ۳۱ مه خپل پوځي حضور په افغانستان کې ختم کړي.

دغه د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي:"په زرګونه افغانان چې خپلو ولایتونو کې د روان وضعیت په هکله خبر شوي، بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي – په لیرو پرتو ولسوالیو کې امنیتي راپورونه کم رارسېږي."

له دې سره د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې کېدای شي، امریکایي ځواکونه د اګېسټ له ۳۱ مې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي، ځکه چې له افغانستانه نه د امریکایانو او د امریکا د همکارانو ایستل ګران دي او لا هم ډېر څه په تېروتنه روان دي.

بل‌خوا د کې د اطلاعاتي کمیټې مشر ادم شیف خبریالانو ته ویلي، ګرانه ده چې په راتلونکو اتو ورځو کې له افغانستان نه د ایستونکو لړۍ بشپړه شي.

ښاغلي شیف ویلي:"زه فکر کوم د وتلو بشپړول امکان لري، خو د پاتې امریکایانو شمېر ته په کتو ګرانه ده، چې دا لړۍ بشپړه شي."

له دې ټولو سره یوه طالب چارواکي پرون ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه به نه غځېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement