پوسټ کوډ ۲۳۷۸۳۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰ ۱۳:۲۸

هرات ته نور دولتي سرتېري ورسېدل

ملي دفاع وزارت وایي، چې نن (یکشنبه د زمري په ۱۰ مه) هرات ښار ته نور حکومتي ځواکونه رسېدلي. دا له هغې یوه ورځ وروسته چې طالبانو د هرات ښار مرکزي سیمو ته نږدې بریدونه زیات کړل.

پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان، چې کې د ولسي ځواکونو مشري کوي، پرون یې د خپلو کسانو منځ کې پر دفاع وزارت نیوکه وکړه، چې د نورو ځواکونو استولو کې یې ځنډ کړی دی.

نن څلورمه ورځ ده، چې د هرات ښار اړوندو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

ډېرې نښتې د ښار سویل لور کې دي، چېرته چې طالبانو پرون د مالان پل هم ولکه کړی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي، په سلګونه نور ځواکونه نن سهار هرات ښار ته رسېدلي او وضعیت به کنټرول کړي.

هرات کې چارواکي وایي، چې د وروستیو نښتو له کبله په سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

پر هرات ښار د طالبانو په بریدونو ځینو وکیلانو او شنوونکو نیوکه کړې، چې د دوحې تړون خلاف چاره ده.

طالبان بیا وایي، دوی داسې کومه ژمنه نه ده کړې، چې ګنې پر ښارونو به بریدونه نه کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement