پوسټ کوډ ۲۳۷۵۲۸
نیټه خپرول: شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ ۱۷:۱۶

راشد خان د نړۍ ۹ پیاوړو لوبډلمشرانو کې لومړنی بالر کیپټان دی

افغان کرکټر راشد خان د نړۍ په ۹ پیاوړو لوبډلمشرانو کې لومړني بالر کیپټان دی.

د 'کرېک انفو' د معلوماتو له مخې د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلېنډ، اسټرالیا، ویسټ انډیز، افریقا او انګلستان لوبډلمشران توپوهونکي دي؛ خو د افغانستان د شل اووریز کرکټ لوبډلمشر راشدخان توپ اچوونکی دی.

د کرکټ په ډګر کې د نړۍ پیاوړی لوبډلې له دې امله په وېره کې دي.

د ځينو کرکټ پوهانو په باور، که د هرې لوبډلې لوبډلمشر په یوه برخه کې ښه وړتیا ولري کولای شي خپل ټیم ته نه یوازې په ځانګړې برخه کې بلکې په نورو برخو کې هم د ښې لوبې کولو انګېزه ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement