پوسټ کوډ ۲۳۷۵۲۷
نیټه خپرول: شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ ۱۷:۱۵

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې راتلونکو درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته تېره ورځ ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه (د زمري ۲مه) ازادي راډيو ته وویل، افغان لوبډله به د سېپټمبر په میاشت کې له پاکستان سره درې نړېواله یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې، د دغه لوبډلې مشري حشمت الله شاهدي کوي.

د هغه په خبره، صدیق‌اتل، شاهد کمال، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي او عبدالرحمن، هغه ځوان لوبغاړي دي چې لوبډلې ته نوي راغلي.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱میلادي کال د سېپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومې نېټې پورې د افغانستان به کوربتوب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement