پوسټ کوډ ۲۳۷۵۲۲
نیټه خپرول: شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ ۱۷:۰۲

چارواکي: ارزګان کې ترافیکې پېښې یو خبریال وژلی

د ارزګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې یو خبریال په ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس احمد ځلاند نن وویل: "تېره شپه د تعلیم الاسلام راډيو د محلي راډيو د دیني خپرونو چلونکی سمیع الله عبرت په یوه ترافیکي پېښه کې چې د موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوی وژل شوی دی."

نوموړی وايي، په یاده پېښه کې درې کسان نور ټپیان شوي هم دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د یادو ټپیانو روغتیايي حالات ښه دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د تعلیم الاسلام راډيو د مسولینو سره هم خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement