پوسټ کوډ ۲۳۷۳۸۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۳:۴۶

د افغانستان ۳ ولسوالۍ د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې

په افغانستان کې له تېرې شپې راهیسې درې ولسوالۍ د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

د افغانستان په شمال زون کې ٢٠٩ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ته وویل چې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ نن سهار د افغان پوځیانو لاس ته ولوېده. هغه وویل د ولسوالۍ د بیا نیولو پر مهال په طالبانو باندې هوايي او ځمکني بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه‌دی ښوولی.

اخوا بیا د ارزګان والي محمد شېرزاد ته تأیید کړې چې افغان پوځیان له دهراوود ولسوالۍ را ایستل شوي چې په نتیجه کې یې دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

له دې سره په ارزګان کې تر مرکز ترینکوټ ورهاخوا هېڅ ولسوالۍ له افغان پوځیانو سره نه‌ده پاتې، ځکه پنځه ولسوالۍ یوازې تېر جون میاشت طالبانو نیولې وې.

په کاپیسا کې هم یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه‌اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې نجراب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

دغه چارواکي  ته وویل کوم طالبان چې د نجراب ولسوالۍ په ودانۍ کې مېشت شوي و پرې هوايي بریدونه شوي او له ډلې یې ۱۲ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement