پوسټ کوډ ۲۳۷۳۶۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰ ۰۹:۲۸

شاهین قول اردو: د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

د افغانستان په شمال زون کې ٢٠٩ شاهین قول اردو د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د بېرته نیولو ادعا وکړه.

د دې قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دا ولسوالۍ نن سهار د افغان ځواکونو له‌خوا بېرته ونیول شوه.

رضايي دا هم ویلي چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د تصفیه کولو په عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو ده‌یې شمېر په ډاګه نه‌کړ.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه‌دی ښوولی.v

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement