پوسټ کوډ ۲۳۷۳۲۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۱:۱۹

د بلخ چارواکي: نامعلومو کسانو د ملي امنیت یو کار کوونکی وواژه

د بلخ ولایت په مرکز کې د ملي امنیت یو کار کوونکی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د مایل خان په نوم د ملي امنیت د ښاري مدیریت کار کوونکی، د مزار شریف په پنځمه امنیتي حوزه کې وژل شوی دی.

تر اوسه د حمله کوونکو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي او د پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement