پوسټ کوډ ۲۳۷۱۳۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۵:۴۴

افغانستان: د تېرکاله پرتله اردن ته ۷۰ سلنه صادرات زیات شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تېرکاله پرتله له افغانستانه اردن ته په صادراتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۲مه) ته وویل، له افغانستانه اردن ته کرنیز محصولات، د تالک او سکرو ډبرې، چغلوزي، ځېره، د هندواڼو تخم، تازه میوه او نورو بېلابېل توکي د اردن شاهي هېواد ته صادرېږي.

د ښاغلي احمدي په خبره په منځي ختیځ کې اردن څلورم هېواد دی چې له افغانستانه ورته زیات صادارت کېږي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅې یې پيل کړې چې د عمان (صحار) بندر له لارې له منځي ختیځ هېوادونو او د فارس خلیج له حوزې سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخه او صاردات ورته زیات کړي.

افغانستان په دې وروستیو کې د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه منځني ختیځ هېوادونو ته صادرات زیات کړي دي چې د صادارتو عمده برخه وچه او تازه مېوه او همداشان کاني اومه مواد دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement