پوسټ کوډ ۲۳۷۰۹۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۰۹:۵۸

کېوبا کې د حکومت پرضد کمسارې مظاهرې

د کیوبا د پلازمېنې هاوانا پر سړکونو د حکومت ضد لویې مظاهرې وروسته پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) چوپتیا خوره وه، خو پولیسو په کې پراخ حضور درلود.

مظاهره وړمه ورځ د کمونستي حکومت د پای ته رسولو په هدف داسې مهال وشوه چې کیوبا له اقتصادي کړکیچ او کرونا ویروس سره لاس او ګریوان ده.

په هاوانا او نورو ښارونو کې د حکومت ضد دا مظاهرې کمسارې بلل شوې دي.

مظاهره کوونکو د خپلواکۍ شعارونه ورکول او ویل یې چې "دیکتاتوري" نه غواړي.

د کیوبا د بشري حقونو تبعید شوې ډلې ( Kubalex) ویلي، د مظاهرو پر مهال لږ تر لږه سل اعتراض کوونکي، فعالان او خپلواک خبریالان نیول شوي دي.

د کیوبا ولسمشر میګول دیاز کنل ( Miguel Diaz-Canel) ویلي، دولتي ځواکونو نظم ټینګ کړی دی.

ده امریکا د دې مظاهرو په ملاتړ تورونه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی دې چاره کې لاس نه لري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement